د ایکنانیوز د راپور په اساس، د پاکستان یو مشهور قاري او حافظ قرآن احمد عکاشه،د نصر سورې تلاوت په «فتح»نومې قرآني کمپاین کې ګډون وکړ. د "فتح" نومې قرآني کمپاین د اسرائیلي رژیم له خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت د بریدونو په ترڅ کې رامینځة شوی، هغه وخت چې د اسلامي انقلاب دښمنان د بېباورۍ او د ملت د روحیې د کمزورې کولو لپاره مختلفې دسیسې جوړوي. دغه کمپاین د ایکنا قرآنی خبري اژانس له خوا پیل شو. ددغه کمپاین موخه د اسلام د سپاه مبارزانو ته روحیه ورکول، په ټولنې کې هیله او ارامښت خپرول او د قرآن الهي پیغام په ملي او نړیواله کچه پراخول دي. د ایران او نورو هیوادونو قاريان او قرآني فعال شخصیتونه کولی شي د سوره فتح ابتدایي آیات، سوره آل عمران ۱۳۹ آیه، سوره نصر او نور آیتونه تلاوت کړي، او د دې تلاوت ویډیو فایل د «fathadmin» په ادرس له ټولنیزو رسنیو (ایتا، بله او ...) ته ولیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4294008